د ترهه ګرۍ په خلاف د مبارزې په لازموالي د پاکستان تاکيد
په ملګرو ملتو کښې د پاکستان دائمي استازې د ترهه ګرۍ په خلاف د مبارزې او په خپل هېواد کښې د هغې د نابودۍ په لازموالي تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن مليحه لودي پرون د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه جوړه شوه وويل، پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ کښې ډېر قربانيان ورکړل او پکار دي ټول هېوادونه د د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره ملګرتيا وکړي، ځکه چې يو هېواد په يوازې ځان د ترهه ګرۍ په خلاف مبارزه نه شي کولې.
په همدې لړ کښې د پاکستان د فوځ عمومي قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه د دغه هېواد د فوځي عدالت لخوا د دولسو ترهه ګرو د پانسۍ حکم تائيد کړ.
د پاکستان فوځ له ۲۰۱۴ کال نه تر اوسه د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرو په خلاف د ضرب عضب، ردالفساد او خېبر په نومونو درې ډوله عمليات شروع کړي دي چې له امله يې په سلګونو ترهه ګرو مړۀ او ژوبل شوي دي.
د طالب، لشکر جهنګوي، جماعت الاحرا او سپاه صحابه په شان ترهه ګرې ډلې د پاکستان په مختلفو سيمو کښې فعالې دي چې تر اوسه يې په مختلفو ترهه ګريزو عملياتو کښې د دغه هېواد ګڼ شمېر خلق وژلي او يا زخمي کړي دي.