سیاسی ډلو ته د پاکستان د ټروریزم سره د ملی اداری خبرداری
Jul 19, 2018 11:57 Asia/Kabul
د پاکستان د ټروریزم سره دمبارزې ملی ادارې؛ سیاسی ډلو ته په خطاب کی اعلان وکړ: د ترهه ګرو حملو ګواښ، انتخاباتی تبلیغات تر شعاع لاندی را وستی دی.
د ایرنا خبری آژانس نن راپور ورکړ؛ د پاکستان د ټروریزم سره د مبارزې د ملی اداری په نوی راپور کی راغلی دی؛ ترهه ګر په سیاسی غونډو او د دغه هیواد د ګوندونو په مشرانو د حملی په لټه کی دی.
د پاکستان د کراچی ښار د ټروریزم سره د مبارزې د برخې مدیر « جنید احمد شیخ » رسنیو ته وویل: چی د لښکر جهنګوی او طالبانو په شمول، یو شمیر تکفیری ډلې د ائتلاف په کولو سره، د سیاسی مشرانو د ټرورولو په لټه کی دی.
نوموړی زیاته کړه: د احتمالی ترهه ګرو حملو هدف، په پاکستان کی د پارلمانی انتخاباتو تر شعاع لاندی راوستل، او د نا امنۍ رامنځته کول دی.