د پاکستان د ترهګرۍ بم چاودنې مسول پیژندل شوی
-
د هیواد پرضد دداعش ډلې ترهګرې حملې په افغانستان کښې پلانیږي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد د ادارې(Counter Terrorism Department (CTD), Balochistan police) د مشر مرستیال اعتزاز احمد ګورایا (Aitzaz Ahmed Goraya) په کویټه کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل چې د مستونګ دترهګرې حملې مسول کس پیژندل شوی دی .
هغه وویل د مستونګ د ترهګرې حملې مسول کس حافظ نواز نومیږی چې د سیند صوبې د ټهټه ښار په درې دیرش(۳۳) کلومیټرۍ کښې د میرپور خاص سیمې وسیدونکی دی .
خو ځینې راپورونه وايي چې د مستونګ د بم چاودنې مسول کس حافظ نواز د خیبر پښتونخوا صوبې د ایبټ اباد وسیدونکی دی او هغه سیند صوبې ته لاړ وو او له ترهګرو سره یوځای شوی وو .
حافظ نواز دداعش ډلې غړی دی او هغه مخکی د لشکر جهنګوی وهابی ترهګرې ډلې غړی هم پاتی شوی .
دپاکستان د ترهګرۍ ضد د ادارې د مشر مرستیال اعتزاز احمد ګورایا وویل د بم چاودونې د مسول کس ورو او خور دوه(۱) کاله مخکې افغانستان ته تللی دی .
دپاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې چې دترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی د جولاۍ په دیارلسمه (۱۳)نیټه په یوې ترهګرې بم چاودنې کښې چې داعش ډلې کړی وه یوسل پنځوس(۱۵۰) کسان مړه او دوه نیم سوه(۲۵۰) نور ژوبل شوی وو .
دپاکستان دپولیسو یوه(۱) پلټونکی محمد حسن بط هم وویل د هیواد پرضد دداعش ډلې ترهګرې حملې په افغانستان کښې پلانیږی .