دپاکستان شهباز شریف د درغلۍ په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74977-دپاکستان_شهباز_شریف_د_درغلۍ_په_اړه_خبرداری_ورکړ
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر شهباز شریف وویل که چیرې په انتخاباتو کښې درغلۍ وشی په ټول هیواد کښې به خلک اعتراضونه پیل کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2018 08:31 Asia/Kabul
  • دپاکستان  پارلماني انتخابات بل سبا(د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه نیټه ) کیږي او نن د تبلیغاتي غونډو د ترسره کیدا اخري ورځ ده .
    دپاکستان پارلماني انتخابات بل سبا(د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه نیټه ) کیږي او نن د تبلیغاتي غونډو د ترسره کیدا اخري ورځ ده .

تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر شهباز شریف وویل که چیرې په انتخاباتو کښې درغلۍ وشی په ټول هیواد کښې به خلک اعتراضونه پیل کړی .

هغه د پاکستان قضایی  او امنیتی ادارو ته د ګواښ په ترڅ کښې وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ په بڼه کښې به په هیواد کښې نا کنټرولیدونکی اعتراضونه پیل شی .

شهباز شریف وویل که چیرې مونږ انتخابات وګټل نو له  قدرت په استفادې سره به نوازشریف ، مریم نواز  او حنیف عباسی له زندان خوشی کړو .

هغه د پاکستان دتحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکې سره وویل دغه ګوند په پیښور ښار کښې د بسونو او د میټرو دجوړولو په پلمه په میلیونونو ډالره ضایع کړی دی .

دپاکستان  پارلمانی انتخابات بل سبا(د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه نیټه ) کیږی او نن د تبلیغاتی غونډو د ترسره کیدا اخری ورځ ده .

دپاکستان  له اساسی قانون سره سم نن شپه دولس(۱۲) بجې د انتخاباتو دتبلیغاتو د مهلت په ختمیدا سره له سبا څخه هیڅ سیاسی ګوند او ډله د انتخاباتو دفعالیت حق نلری .

هغه کسان چې داساسی قانون خلاف ورزۍ وکړی نو دوه (۲)کاله زندانی کیږی او په نقدو پیسو هم جرمانه کیږی .