دپاکستان شهباز شریف د درغلۍ په اړه خبرداری ورکړ
-
دپاکستان پارلماني انتخابات بل سبا(د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه نیټه ) کیږي او نن د تبلیغاتي غونډو د ترسره کیدا اخري ورځ ده .
تسنیم خبری اژانس وایی دپاکستان د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر شهباز شریف وویل که چیرې په انتخاباتو کښې درغلۍ وشی په ټول هیواد کښې به خلک اعتراضونه پیل کړی .
هغه د پاکستان قضایی او امنیتی ادارو ته د ګواښ په ترڅ کښې وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ په بڼه کښې به په هیواد کښې نا کنټرولیدونکی اعتراضونه پیل شی .
شهباز شریف وویل که چیرې مونږ انتخابات وګټل نو له قدرت په استفادې سره به نوازشریف ، مریم نواز او حنیف عباسی له زندان خوشی کړو .
هغه د پاکستان دتحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکې سره وویل دغه ګوند په پیښور ښار کښې د بسونو او د میټرو دجوړولو په پلمه په میلیونونو ډالره ضایع کړی دی .
دپاکستان پارلمانی انتخابات بل سبا(د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه نیټه ) کیږی او نن د تبلیغاتی غونډو د ترسره کیدا اخری ورځ ده .
دپاکستان له اساسی قانون سره سم نن شپه دولس(۱۲) بجې د انتخاباتو دتبلیغاتو د مهلت په ختمیدا سره له سبا څخه هیڅ سیاسی ګوند او ډله د انتخاباتو دفعالیت حق نلری .
هغه کسان چې داساسی قانون خلاف ورزۍ وکړی نو دوه (۲)کاله زندانی کیږی او په نقدو پیسو هم جرمانه کیږی .