په پاکستان کښې نن انتخابات ترسره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75022-په_پاکستان_کښې_نن_انتخابات_ترسره_کیږی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان خلک د ملی پارلمان د دوه سوه اویا (۲۷۰)او د صوبایی پارلمانونو د پینځه سوه اویا (۵۷۰) استازیو د ټاکلو لپاره نن رایې اچوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2018 00:33 Asia/Kabul
  • دپاکستان په نن ورځې انتخاباتو کښې به یوسل شپږ(۱۰۶)میلیونه خلک خپلې رایې صندوقونو ته واچوي او خپل استازي به انتخاب کړي .
    دپاکستان په نن ورځې انتخاباتو کښې به یوسل شپږ(۱۰۶)میلیونه خلک خپلې رایې صندوقونو ته واچوي او خپل استازي به انتخاب کړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان خلک د ملی پارلمان د دوه سوه اویا (۲۷۰)او د صوبایی پارلمانونو د پینځه سوه اویا (۵۷۰) استازیو د ټاکلو لپاره نن رایې اچوی .

په پاکستان کښې د انتخاباتو چارواکي د چمتووالي په حال کښې دي

 

دپاکستان خلک نن دغه فرصت لری چې د ملی او دصوبایی  ولسی جرګو لپاره دخپلې خوښې وړ کاندیدان انتخاب کړی او په هیواد کښې جمهوری نظام مخ ته بوځی .

د پاکستان خلک د پینځو(۵) کلونو لپاره د پارلمان داستازیو د ټاکلو لپاره نن رایې اچوی .

په پاکستان کښې به نوی حکومت کوم ګوند جوړ کړی او د حکومت مخالف ګوند به کوم وی او څوک به دغه انتخابات وګټی او څوک به یې وبایلی دغه فیصله نن ددغه هیواد خلک د رایو په صندوقونو کښې په شتون سره کوی .

دپاکستان د ملی او د صوبایی ولسی جرګو لپاره د رایو اچول به له ځای وخت سره سم دسهار اته(۸) بجې پیلیږی او د مازیګر تر  شپږو(۶) بجو پورې به دوام ولری .

دپاکستان په نن ورځې انتخاباتو کښې به یوسل شپږ(۱۰۶)میلیونه خلک خپلې رایې صندوقونو ته واچوی او خپل استازی به انتخاب کړی .

په ټول پاکستان کښې د رایو د ورکولو لپاره پینځه اتیازره او اوه سوه (۸۵۷۰۰)مرکزونه جوړ شوی دی او اولس زره اوه(۱۷۰۰۷)  مرکزونه ډیر حساس او شل زره اوه سوه نهه اویا(۲۰۷۷۹) نور مرکزونه بیا حساس بلل شوی دی .

دپاکستان د پارلمان په نن ورځې انتخاباتو کښې به د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګه  ، د پیپلز ګوند او د تحریک انصاف ګوند  ترمینځ سخته  سیالۍ او مقابله وشی .

په پاکستان کښې نن عمومی چټی ده چې زیات خلک  خپلې رایې واچوی .

د هیرالډ مجلې او د دوامداره پراختیا د سیاست انسټي ټیوټ نظر سنجې وايی د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ملي سویه د مسلم لیګ ګوند له نوازشریف څخه مخکی شوی دی .