د پاکستان انتخابات نن سهار پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75030-د_پاکستان_انتخابات_نن_سهار_پیل_شول
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپارلمان په انتخاباتو کښې دخلکو رایې اچول نن سهار اته (۸)بجې پیل شوی او دمازیګر تر شپږو(۶) بجو پورې به دوام ولری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2018 03:24 Asia/Kabul
  • په پارلماني انتخاباتو کښې اصلي مقابله او سیالۍ ددریو (۳)سترو  ګوندونو مسلم لیګ نوازڅانګې ، پيپلز ګوند او دتحریک انصاف ترمینځ ده .
    په پارلماني انتخاباتو کښې اصلي مقابله او سیالۍ ددریو (۳)سترو ګوندونو مسلم لیګ نوازڅانګې ، پيپلز ګوند او دتحریک انصاف ترمینځ ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دپارلمان په انتخاباتو کښې دخلکو رایې اچول نن سهار اته (۸)بجې پیل شوی او دمازیګر تر شپږو(۶) بجو پورې به دوام ولری .

لومړۍ رایه نن دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په چارسده سیمه کښې  صندوق ته واچول شوه .

د پاکستان په انتخاباتو کښې دګډون لپاره په میلیونو خلک د رایو مرکزونو ته روان شوی او په صفونو کښې ولاړ دی .

په پارلمانی انتخاباتو کښې اصلی مقابله او سیالۍ ددریو (۳)سترو  ګوندونو مسلم لیګ نوازڅانګې ، پیپلز ګوند او دتحریک انصاف ترمینځ ده .

 

د پاکستان هیرالډ مجلې او د دوامداره پراختیا دسیاست انسټی ټیوټ(SDPI) د نظر سنجې پراساس په ملی سویه دعمران خان تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ ګوند له نوازشریف څانګې لږ شان مخکی دی .

د انتخاباتو دامنیت دتامینولو لپاره درې لکه یواویا زره او اته اتیا (371,388) پوځیان د  رایو دورکولو  په مرکزونو کښې دیره شوی دی .

دپاکستان دمسلم لیګ دنوازشریف څانګې مشر شهباز شریف په ډیره غازی  خان سیمه کښې خلکو ته په وینا کښې وویل مونږ به په مرکز( اسلام اباد ) او پنجاب صوبې کښې حکومت جوړ کړو ځکه چې زمونږ بریالیتوب یقینی دی .

دغه راز دتحریک انصاف مشر عمران خان هم د پاکستان په خلکو غږ وکړ چې دا د تاسو دبرخلیک دټاکلو وخت دی او راشئ نن په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچوئ .

په پاکستان کښې  په شفاف او په ازاد ډول دانتخاباتو د ترسره کیدا په اړه یوشمیر اندیښنې څرګندې شوي دي .

ځینو سیاسي ګوندونو د انتخابات په پروسې کښې د پوځ د لاسوهنو، په رسنیو د محدودیت د لګولو او په ټاکنو کښې د ځینو ترهګرو ډلو لکه سپاه صحابه او دلشکر جهنګوي د ګډون په هکله اندیښنه او غوسه څرګنده کړي ده .

د پاکستان په انتخاباتو کښې د سپاه صحابه او دلشکر جهنګوي وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلو ډیر کسان کاندیدان شوي دي .