دپاکستان تحریک انصاف له ایران سره ښې اړیکې غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75079-دپاکستان_تحریک_انصاف_له_ایران_سره_ښې_اړیکې_غواړی
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف(Pakistan Tehreek-e-Insaf) مشر عمران خان چې د هیواد دپارلمان انتخابات یې ګټلی دی ټینګار وکړ زما ګوند د ایران داسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2018 00:25 Asia/Kabul
  • عمران خان وویل دتحریک انصاف وړاندیز دا دی چې د افغانستان او د پاکستان ټول سرحدونه خلاص شي .
    عمران خان وویل دتحریک انصاف وړاندیز دا دی چې د افغانستان او د پاکستان ټول سرحدونه خلاص شي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف(Pakistan Tehreek-e-Insaf) مشر عمران خان چې د هیواد دپارلمان انتخابات یې ګټلی دی ټینګار وکړ زما ګوند د ایران داسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .

 

هغه پرون مازیګر د پارلمان د انتخاباتو د غیر رسمی نتیجو له اعلانیدا وروسته په خپل لومړی خبری کانفرنس کښې د پاکستان د راتلونکی  حکومت د بهرنی سیاست په اړه په وویل دغه هیواد سولې او ثبات ته ضرورت لری او راتلونکی حکومت دایران له اسلامی جمهوریت سره خپلې اړیکې پراخوی .

د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه راز وویل افغانستان یوازنی هیواد دی چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په چاره کښې یې له ټولو زیات تاوان لیدلی دی .

هغه وویل دپاکستان امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی او تر هغه وخته چې افغانستان ارامښت ونلری پاکستان به هم ارامښت ونه وینی .

د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان زیاته کړه دغه ګوند له افغانستان سره ښې اړیکې غواړی او په دغه هیواد کښې د سولې دټینګیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوی .

عمران خان وویل دتحریک انصاف وړاندیز دا دی چې د افغانستان او د پاکستان ټول سرحدونه خلاص شی .

هغه په عین حال کښې کشمیر د پاکستان او دهندوستان ترمینځ د یوې (۱)ترټولو مهمې مسلې په توګه یاد کړ او ویې ویل د هندوستان ترکنټرول لاندې د کشمیر خلک څه دپاسه دیرش (۳۰)کاله کیږی چې دبشری حقوقو  دخلاف ورزۍ هدف ګرځیدلی او که چیرې دهندوستان مشران چمتو وی نو پاکستان هم داړیکو ښه کیدا ته تیار دی .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه راز د خپل هیواد خلکو ته په وینا کښې ژمنه وکړه زما حکومت به د تاسو د مالیاتو ساتنه وکړی او هغه به د پاکستان د پرمختګ او هوساینې لپاره ولګوی .

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان په انتخاباتو کښې دیوسل نولسو(۱۱۹) څوکیو په  ګټلو سره د مسلم لیګ ګوند له نوازشریف څانګې او پیپلز ګوند څخه مخکې شوی دی .