دپاکستان سیاسی ګوندونو د انتخاباتو نتیجې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75084-دپاکستان_سیاسی_ګوندونو_د_انتخاباتو_نتیجې_رد_کړې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې ، پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل ائتلاف د پارلمان د انتخاباتو نتیجې چې تحریک انصاف ګوند پکښې مخکی دی رد کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2018 01:30 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې پراخه درغلۍ شوي ده او په راتلونکو دوو(۲) ورځو کښې به ټول سیاسي ګوندونه  ددرغلۍ په موضوع دغور لپاره وروبلل شي .
    په انتخاباتو کښې پراخه درغلۍ شوي ده او په راتلونکو دوو(۲) ورځو کښې به ټول سیاسي ګوندونه ددرغلۍ په موضوع دغور لپاره وروبلل شي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې ، پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل ائتلاف د پارلمان د انتخاباتو نتیجې چې تحریک انصاف ګوند پکښې مخکی دی رد کړې .

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر شهباز شریف یوه (۱)خبری کانفرنس ته وویل د پارلمان په  وړمې ورځې انتخاباتو کښې د هیواد د میلیونونو خلکو د  رایو سپکاوی شوی او درغلۍ په کامل ډول ښکاره ده .

هغه وویل د پاکستان خلک به په انتخاباتو کښې بې عدالتۍ ونه زغمی او مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګه ددغو انتخاباتو نتیجې ردوی .

د پاکستان دمشرانو جرګې غړی مشاهد حسین هم وویل د وړمې ورځې پارلمانی انتخابات یو(۱) انتصاب (Selection)وو په دې ډول چې د خوښې وړ کسان بریالی کړې شول اودهغو کسانو د بریالیتوب خنډ شول چې د پوځ له نظره یې  باید رایې نه ترلاسه کولای .

د پاکستان د متحده مجلس عمل ائتلاف نامتو غړی مولانا فضل الرحمان هم د پارلمان دانتخاباتو دنتیجو په نه منلو سره وویل په انتخاباتو کښې پراخه درغلۍ شوی ده او په راتلونکو دوو(۲) ورځو کښې به ټول سیاسی ګوندونه  ددرغلۍ په موضوع دغور لپاره وروبلل شی .

پاک سرزمین سیاسی ګوند او لبیک یا رسول الله تحریک هم نور سیاسی ګوندونه دی چې دپاکستان دانتخاباتو په نتیجو اعتراض لری .