امریکا باید د ویټنام او دافغانستان له جنګونو درس واخلی
-
په نړۍ او سیمه کښې د سولې او دثبات دټینګولو لپاره د واشنګټن د اوسنیو چارواکو ادعا کاملا بې لارې کونکي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دمشرانو جرګې سینا پخوانی غړی سید طاهر حسین مشهدی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل په ټویټر اینټرنیټ پانې د ټرمپ څرګندونې په نړیوالو ډګرونو کښې د واشنګټن د حکومت د شرمیدا سبب شوی دی .
هغه د ایران داسلامی جمهوریت په شمول د نړی دخپلواکه هیوادونو پرضد دامریکا دولسمشر ټرمپ وروستیو ګواښونو ته په اشارې سره وویل ټرمپ دامریکا په پوځی او یرغلیز قدرت نازیږی او داسې فکر کوی چې هیڅ هیواد له امریکا سره د مقابلې توان نلری.
د پاکستان دغه تجربه کار سیاستوال په نړۍ کښې د امریکا جنګ غوښتنې ته په اشارې سره وویل امریکا باید د ویټنام، افغانستان ، سوریې ، عراق او دیمن له جنګونو درس واخلی ځکه چې دامریکا دعسکرو شتون د نړۍ دخلکو لپاره له وژلې ، ورانۍ او لوږې پرته بل هیڅ ګټه نه ده لرلی .
د پاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی سید طاهرحسین مشهدی ټینګار وکړ امریکا په نړۍ کښې دجنګ سفیره ده او په نړۍ او امریکا کښې د سولې او دثبات دټینګولو لپاره د واشنګټن د اوسنیو چارواکو ادعا کاملا بې لارې کونکی ده .