عمران خان دخارجی عسکرو په وتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75114-عمران_خان_دخارجی_عسکرو_په_وتلو_ټینګار_وکړ
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل په افغانستان کښې د امنیت د تامینیدا او د صلحې د ټینګیدا لپاره باید امریکا عسکر له دغه هیواده ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2018 07:24 Asia/Kabul
  • د سیمې د امنیت دتامینیدا لپاره دامریکا په مشرۍ بهرني عسکر باید له افغانستان څخه ووځي .
    د سیمې د امنیت دتامینیدا لپاره دامریکا په مشرۍ بهرني عسکر باید له افغانستان څخه ووځي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل په افغانستان کښې د امنیت د تامینیدا او د صلحې د ټینګیدا لپاره باید امریکا عسکر له دغه هیواده ووځی .

هغه له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار سره وویل د سیمې د امنیت دتامینیدا لپاره دامریکا په مشرۍ بهرنی عسکر باید له افغانستان څخه ووځی .

د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان  ټینګار وکړ حکومت هڅه کوی چې په افغانستان کښې صلح ټینګه شی او په دغه هیواد کښې جنګ او ناکرارۍ ختمه شی .

عمران خان وویل د پاکستان امنیت د افغانستان له  امنیت سره تړلی دی او که چیرې افغانستان ارامښت ولری نو پاکستان به هم  ارامښت ولری .

له دې مخکې د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان ویلی وو زما ګوند د ایران  داسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .