عوامی نیشنل ګوند د درغلۍ پرضد اعتراض کوی
-
په دوه زره دیارلسم(۲۰۱۳) میلادي کال کښې ترهګرو هڅه وکړه چې عوامي نیشنل ګوند له انتخاباتو لیرې وساتي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دعوامی نیشنل ګوند(Awami National Party) مرکزی مشر اسفندیار والی خان ددرغلۍ په خاطر په خیبر پښتونخواه صوبې کښې د جولاۍ دمیاشتې د پینځویشتمې(۲۵) نیټې د پارلمانی انتخاباتو نتیجې رد کړې او ویې ویل زمونږ ګوند به په ټوله صوبه کښې د جولاۍ د میاشتې په دیرشمه (۳۰)نیټه سوله ایزې مظاهرې او اعتراضونه وکړی .
اسفند یار والی دغه راز د پاکستان د انتخاباتو په کمیسیون ، پوځ او موقته حکومت تور ولګاوه چې له ملی پارلمان څخه یې د پښتنو مشران بهر کړل او ویې ویل چې پښتانه مشران به هم د یوبل په ملګرتیا سره په انتخاباتو کښې په درغلۍ اعتراض وکړی .
د پاکستان دعوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر اسفندیار ولی خان وویل زمونږ ګوند د باچا د نا تاوتریخوالی دغورځنګ فلسفه تعقیبوی او ځکه خو به مونږ په سوله ایز ډول په انتخاباتو کښې د درغلۍ پرضد اعتراض وکړو .
هغه وویل په دوه زره دیارلسم(۲۰۱۳) میلادی کال کښې ترهګرو هڅه وکړه چې عوامی نیشنل ګوند له انتخاباتو لیرې وساتی خو اوس دغه کار د پاکستان دانتخاباتو کمیسیون ، پوځ او موقته حکومت ترسره کړی دی .
دپاکستان دمذهبی او سیاسی ګوندونو ګڼ شمیر غړو هم پرون د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور او نورو ډیرو سیمو کښې واټونو ته راووتل چې په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ پرضد اعتراض وکړی .
دغه اعتراضونه د متحده مجلس عمل ائتلاف دمشر مولانا فضل الرحمان په غوښتنه وشول .
متحده مجلس عمل د پاکستان له پینځو(۵) سیاسی او مذهبی ګوندونو جوړ دی .
د پاکستان په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد دغه اعتراضونه په ډیره اسماعیل خان ، اورکزۍ قبایلی سیمې ، بونیر ، لکی مروت ، مردان ، ملاکنډ ، بټګرام، کرک او کوز دیر سیمو کښې وشول .