دپاکستان د انتخابانو نهایی نتیجې نن اعلان شوې
-
د پاکستان دمسلم لیګ نوازشریف څانګې هم په دغو انتخاباتو کښې دملي پارلمان څلورشپیته(۶۴) څوکۍ ګټلي دي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دانتخاباتو کمیسیون په ټول هیواد کښې د یولسمو(۱۱) عمومی انتخاباتو(11th General Elections) له ترسره کیدا شپږپنځوس(۵۶) ساعته وروسته نن د ټاکنو فاینل نتیجې اعلان کړې .
ددغو نتیجو پراساس د پاکستان تحریک انصاف په ټول هیواد کښې دملی پارلمان (National Assembly) یوسل پینځلس څوکۍ ګټلی دی او ستر ګوند بلل شوی .
د پاکستان دمسلم لیګ نوازشریف څانګې هم په دغو انتخاباتو کښې دملی پارلمان څلورشپیته(۶۴) څوکۍ ګټلی دی او په دوهم(۲) لمبر کښې ورغلی او پیپلز ګوند هم درې څلویښت(۴۳) څوکۍ ترلاسه کړی دی او دریم (۳)مقام یې ترلاسه کړی دی .
دپاکستان له پینځو(۵) مذهبی او سیاسی ګوندونو جوړ متحده مجلس هم د ملی پارلمان دولس(۱۲) څوکۍ ګټلی او متحده قومی غورځنګ هم یوازې شپږ (۶)څوکۍ ترلاسه کړی دی .
د مسلم لیګ قائد اعظم څانګې او دغه راز نوی جوړ شوی بلوچستان عوامی پارټۍ هر یوه (۶)شپږ شپږ څوکۍ ترلاسه کړی دی او په سیند کښې دیره ستر ډیموکراټیک ائتلاف هم یوازې دوې(۲) څوکۍ ګټلی دی .
دپاکستان تحریک انصاف دغه راز د پنجاب صوبې د پارلمان له دوه سوه پینځه نوی(۲۹۵) څوکیو څخه یوسل درویشت(۱۲۳) څوکۍ ګټلی دی او د اتویشتو(۲۸) ازادو کاندیدانو په مرستې سره په دغه صوبې کښې حکومت جوړولی شی .
د پاکستان مسلم لیګ نوزاشریف څانګې هم د پنجاب صوبې دپارلمان یوسل اتویشت(۱۲۸) څوکۍ ګټلی دی .
دسیند صوبې په پارلمان کښې پیپلز ګوند له یوسل دیرشو(۱۳۰) څوکیو څخه شپږ اویا (۷۶)څوکۍ ګټلی دی او د حکومت دجوړولو لپاره له بل کوم ګوند سره ائتلاف ته ضرورت نلری .
د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په پارلمان کښې هم تحریک انصاف ګوند له اوه نویو(۹۷) څوکیو څخه شپږ شپیته (۶۶) څوکۍ ګټلی دی او هلته به په اسانۍ سره حکومت جوړ کړی .
دپاکستان د بلوچستان صوبې په پارلمان کښې بلوچستان عوامی ګوند پینځلس(۱۵) څوکۍ ګټلی دی .
په بلوچستان صوبې کښې به کوم سیاسی ګوند حکومت جوړ کړی تراوسه نه ده معلومه ځکه چې بلوچستان نیشنل پارټۍ شپږ (۶)، عوامی نیشنل پارټۍ درې (۳)او هزاره ډیموکراټیک ګوند دوه(۲) او تحریک انصاف ګوند هم څلور(۴) څوکۍ ګټلی دی او متحده مجلس عمل نهه(۹) څوکۍ ترلاسه کړی دی .