چین، جاپان او افغانستان عمران خان ته مبارکی ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75131-چین_جاپان_او_افغانستان_عمران_خان_ته_مبارکی_ورکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان په پارلمانی انتخاباتو کښې دتحریک انصاف د بریالیتوب په اعلانیدا سره دچین، جاپان او دافغانستان استازیو د بریالیتوب د پیغامونو په استولو سره عمران خان ته مبارکی وویله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2018 00:30 Asia/Kabul
  • پیکینګ تل له اسلام اباد سره د اړیکو دښه کولو او پراخولو هڅه کوي .
    پیکینګ تل له اسلام اباد سره د اړیکو دښه کولو او پراخولو هڅه کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان په پارلمانی انتخاباتو کښې دتحریک انصاف د بریالیتوب په اعلانیدا سره دچین، جاپان او دافغانستان استازیو د بریالیتوب د پیغامونو په استولو سره عمران خان ته مبارکی وویله .

د چین دباندنیو چارو دوزارت ویاند ګینګ شوانګ (Geng Shuang)دپاکستان د پارلمان په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په خاطر د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د مبارکۍ دپیغام په استولو سره وویل پیکینګ تل له اسلام اباد سره د اړیکو دښه کولو او پراخولو هڅه کوی .

هغه وویل د عمران خان دغه خبره چې له چین سره اړیکې د پاکستان یو(۱) اصلی اصول دی د پیکینګ د خوشحالۍ سبب شوه او دچین حکومت کوشش کوی د پاکستان او دچین د اقتصادی کورریډور په شان د پروژو له لارې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې زیاتې شی .

د جاپان دبهرنیو چارو وزارت هم دپاکستان د پارلمان په انتخاباتو کښې  دتحریک انصاف د بریالیتوب په خاطر عمران خان ته په مبارکۍ ویلو سره هیله وکړه د اسلام اباد نوی حکومت له جاپان سره په سیاسی ، ټولنیزو او اقتصادی ډګرونو کښې ښه تعاملات ولری .

په پاکستان کښې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم په یوه (۱)ټویټر پیغام او د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره د خپل پخوانی عکس په خپرولو سره د پارلمان په انتخاباتو کښې دبریالیتوب په خاطر عمران خان ته مبارکی وویله .

دپاکستان د عمران خان تحریک انصاف د دغه هیواد د پارلمان په انتخاباتو کښې یوسل پینځلس(۱۱۵) څوکۍ ګټلی دی او هغه به په مرکز کښې دحکومت دجوړولو لپاره ازاد کاندیدان له ځان سره کړی یا له بل کوم سیاسی ګوند سره ائتلاف وکړی .