سترې محکمې په راحیل شریف اعتراض وکړ
-
ټاکل شوي ده چې په راتلونکو ورځو کښې د پاکستان د پوځ دځینو مشرانو د خلاف ورزیو په دوسیې هم غور وشي .
تسنیم خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان دسترې محکمې(Supreme Court) مشر ثاقب نثار د یمن پرضد دسعودی عربستان په مشرۍ جعلی ائتلاف کښې د پوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف په شتون اعتراض سره وویل د هیواد له اساسی قانون سره سم هیڅ متقاعد جنرال نشی کولای څه دپاسه دوه(۲) کاله په خارج کښې فعالیت وکړی .
ثاقب نثار چې د اقتصادی فساد په دوسیو کښې د هغه تعقیبونې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه د لور مریم نواز د زندانی کیدا سبب شوې اوس هڅه کوی د هیواد دنورو مشهورو سیاسی او پوځی شخصیتونو په اړه عدالت اجرا کاندی .
په دې سربیره دپاکستان سترې محکمې دغه راز په خارج کښې د پوځ د افسرانو په وادونو اعتراض وکړ.
ټاکل شوی ده چې په راتلونکو ورځو کښې به د پاکستان د پوځ دځینو مشرانو د خلاف ورزیو په دوسیې هم غور وشی .