دپاکستان د لومړی وزیر د لوړې مراسم به ساده وی
-
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لوړې مراسم د اګست دمیاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه کیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان تحریک انصاف د نوی لومړی وزیر عمران خان د لوړې په دستورو کښې دبهرنیو هیوادونو د ګډون کونکو شخصیتونو په مننې سره ټینګار وکړ دټولو په درنښت سره دغه مراسم به ساده وشی .
تحریک انصاف په یوې (۱)بیانیې کښې د بهرنیو ورزشکارانو او هنرمندانو په مننې سره چې دعمران خان د لوړې په دستورو کښې ګډون ته لیواله دی وویل له زیات لګښت څخه د ډډه کولو په خاطر به دغه دستورې ساده وشی .
د هندوستان دسینما د فیلمونو او د کرکټ ځینو مشهورو لوبغاړو عمران خان ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې نیت لری د هغه دلوړې په مراسمو کښې ګډون وکړی .
د تحریک انصاف مشر عمران خان په انتخاباتو کښې له بریالیتوب وروسته په لومړۍ وینا کښې ټینګار وکړ دتحریک انصاف حکومت به عدالت او ساده ژوند په خپلې ایجنډې کښې ولری .
د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د لوړې مراسم د اګست دمیاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه کیږی .