امریکا دترهګرو ډلو ملاتړ کوی
Aug 02, 2018 09:20 Asia/Kabul
-
امریکا په افغانستان کښې داعش تکفیري ترهګره ډله پیاوړي کوي چې له دې لارې دغه ترهګره ډله په پاکستان حمله وکړي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د ګلګت و بلتستان د مجلس وحدت مسلمین سیکرټر اغا سید علی رضوی په سکردو ښار کښې امریکا دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنه کړه .
هغه وویل امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان په مینځنی ختیځ کښې داعش ترهګره ډله رامینځته کړه چې دسیمې هیوادونه له مینځه یوسی او زیات خلک ووژنی .
اغا علی رضوی وویل امریکا په افغانستان کښې داعش تکفیری ترهګره ډله پیاوړی کوی چې له دې لارې دغه ترهګره ډله په پاکستان حمله وکړی .
د پاکستان د ګلګت و بلتستان د مجلس وحدت مسلمین سیکرټر اغا علی رضوی ډاګینه کړه امریکا ادعا کوی له داعش سره په جنګ کښې ده خو د ډونالډ ټرمپ حکومت او دهغه ملګری هیوادونه په مینځنی ختیځ کښې ددغه ترهګرې ډلې د فعالیتونو دپراخولو کوشش کوی چې دسیمې هیوادونه ناامنه کړی .
ټیګونه