دعمران خان دلوړې په دستورو کښې بهرنیان ګډون نه کوی
-
دپاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان د ولسمشرۍ په ماڼي کښې په ساده مراسمو کښې لوړه وکړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف مشر او دلومړی وزارت کاندید عمران خان د خپلې لوړې په مراسمو کښې د بهرنیو هیوادونو د شخیصتونو له ګډون سره مخالفت کړی دی او ویلی یې دې د لوړې مراسم به په ساده ډول وشی .
دپاکستان تحریک انصاف دملی پارلمان یوسل پینځلس(۱۱۵) څوکۍ ګټلی دی او د خپلو ائتلافی ګوندونو او د خپلواکه کاندیدانو د ملاتړ له جلبولو وروسته اوس راتلونکی حکومت جوړوی او ددغه ګوند مشر عمران خان به د هیواد راتلونکی لومړی وزیر شی .
له اوږدې مودې راهسې دعمران خان دلومړی وزیر دجوړیدا د غوښتنې د پوره کیدا په هکله د جشن دلمانځلو لپاره تحریک انصاف مخکې فیصله کړی وه چې د هندوستان دلومړی وزیر ناریندرا مودی ، دهند دفیلمونو لوبغاړی عامر خان(Aamir Khan) او د کرکټ پخوانی مشهور لوبغاړی کاپیل دیو(Kapil Dev) ، سنیل ګواسکر(Sunil Gawaskar) ، او ناوجوت سینګ سیدو(Navjot Singh Sidhu) د لوړې مراسمو ته وروبولی .
خو اوس د تحریک انصاف دمشر عمران خان اراده بدله شوی ده او د لوړې مراسم په ساده ډول ترسره کول غواړی او خارجی میلمانه نه وربولی .
دپاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان به د ولسمشرۍ په ماڼی کښې په ساده مراسمو کښې لوړه وکړی .
دغو مراسمو ته به هیڅ خارجی شخصیت ورونه بلل شی او یوازې د عمران خان څو نږدې ملګری به پکښې ګډون وکړی