د پاکستان حکومت امریکا ته خبرداری ورکړ
-
واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسیدا راهسې دامریکا او د پاکستان اړیکې کړکیچنې شوي او واشنګټن اسلام اباد له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د موقته حکومت دبهرنیو چارو وزیر عبدالله حسین هارون امریکا ته خبرداری ورکړ واشنګټن د اسلام اباد په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې حق نلری .
هغه وویل اسلام اباد به د چین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور د زر تر زره د بشپړیدا لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی .
عبدالله حسین هارون وویل پاکستان هیڅ هیواد ته په دغه اقتصادی پروژې کښې د لاسوهنې حق نه ورکوی او هر هغه کار چې د هیواد په ګټه وی ترسره کوی یې .
د پاکستان دموقته حکومت خارجه وزیر عبدالله حسین هارون دغه راز ټینګار وکړ د امریکا حکومت په داسې حال کښې اسلام اباد له ترهګرۍ (Terrorism)په ملاتړ تورنوی چې دترهګرۍ په وړاندې د واشنګټن ستراتیژۍ دوه ګوڼه ده او امریکا د ټروریزم د سپیرې ښکارندې ملاتړ کوی .
واک ته د ولسمشر ټرمپ له رسیدا راهسې دامریکا او د پاکستان اړیکې کړکیچنې شوی او واشنګټن اسلام اباد له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .