دپاکستان دحکومت مخالف ګوندونه خپل لومړی وزیر معرفی کوی
-
دپاکستان اکثره سیاسي ګوندونه وايی چې پوځ د عمران خان په ګټه په انتخاباتو کښې درغلۍ کړي ده .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبیلابیلو سیاسی ګوندونو مشرانو چې پرون یې په اسلام اباد کښې په څو ګوندیزه کانفرنس کښې ګډون وکړ وویل دوې به له خپلو انتخاب شویو استازیو څخه د حکومت دجوړولو لپاره پارلمان ته مراجعه وکړی .
دپاکستان د حکومت د مخالفو سیاسی ګوندونو دغه کانفرنس پرون په اسلام اباد کښې دجولاۍ دمیاشې د پینځویشتمې (۲۵)نیټې د پارلمان په انتخاباتو کښې د درغلۍ دترسره کیدا په درشل کښې شوی دی .
په دغه کانفرنس کښې فیصله وشوه چې دپاکستان دلومړی وزارت کاندید به د مسلم لیګ دنوازشریف څانګې ، د ملی پارلمان د مشر لپاره به کاندید د پیپلز ګوند او د ملی پارلمان د مشر د مرستیال لپاره کاندید به د متحده مجلس عمل لخوا معرفی شی .
دپاکستان په مشرانو جرګې سینا کښې د حکومت دمخالف ګوند مشرې میرمن شیری رحمان له رسنیو سره په مرکه کښې وویل سیاسی ګوندونو دپارلمان دانتخاباتو نتیجې رد کړی دی.
هغې د پاکستان دسیاسی ګوندونو په استازی توب وویل مونږ به له ګوډاګی حکومت سره مبارزه وکړو او د پارلمان دننه او دباندې به اعتراض وکړو .
میرمن شیری رحمان وویل دپاکستان سیاسی ګوندونه به په راتلونکو څو ورځو کښې یو راپور خپور کړی او ددغه کار لپاره یوه(۱) کاری کمیټه له مخکې څخه جوړه کړې شوی ده .
دپاکستان اکثره سیاسی ګوندونه وایی چې پوځ د عمران خان په ګټه په انتخاباتو کښې درغلۍ کړی ده .