دپاکستان متحده قومی موومنټ دتحریک انصاف ملاتړ وکړ
-
دپاکستان ځینو نورو سیاسي ګوندونو چې د ملي پارلمان څوکۍ یې ګتلي دي هم د تحریک انصاف ملاتړ اعلان کړی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان متحده قومی موومنټ (Muttahida Qaumi Movement-Pakistan) پرون له تحریک انصاف سره یوه موافقه لاسلیک کړه او ژمنه یې وکړه په مرکز کښې د حکومت د جوړولو لپاره به دتحریک انصاف ملاتړ وکړی .
د پاکستان تحریک انصاف هم د راتلونکی فیدرال حکومت د جوړولو لپاره د متحده قومی موومنټ د ملاتړ په بدل کښې ژمنه وکړه چې دکراچۍ لپاره به ځانګړی فیډرال پکیج(special federal package) اعلان کړی او د ښار خلکو ته به د اوبو د رسولو چارې اسانې کړی .
په دې سربیره د پاکستان تحریک انصاف موافقه وکړه چې دسیند صوبې دپولیسو اصلاحات به عملی شی ، په حیدر اباد کښې به یو پوهنتون جوړ کړی او دانتخاباتو حوزې چې متحده قومی موومنټ په ګوته کړی دی له سره وڅیړل شی .
دپاکستان ځینو نورو سیاسی ګوندونو چې د ملی پارلمان څوکۍ یې ګتلی دی هم د تحریک انصاف ملاتړ اعلان کړی دی .
په دغو ګوندونو کښې مسلم لیګ قاید اعظم څانګه چې څلور(۴) څوکۍ لری ، ستر ډیموکراټیک ائتلاف چې دوې (۲)څوکۍ لری ، بلوچستان عوامی ګوند چې څلور(۴) څوکۍ لری ، عوامی مسلم لیګ چې یوه (۱)څوکۍ لری او جمهوری وطن ګوند چې یوه(۱) څوکۍ لری شامل دی .
تراوسه له شپاړسو (۱۶)ازادو کاندیدانو څخه نهو(۹)د تحریک انصاف ملاتړ اعلان کړی دی .
دپاکستان تحریک انصاف د پارلمان په انتخاباتو کښې یوسل شپاړس (۱۱۶)څوکۍ ګټلی دی او دحکومت دجوړولولپاره دنورو ګوندونو ملاتړ ته ضرورت لری .