عمران په رسمی ډول د لومړی وزارت کاندید شو
-
د پاکستان دتحریک انصف دپارلماني کمیټۍ له غونډې وروسته عمران خان هم وویل نن ما ته ستر مسولیت راسپارل شوی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف پارلمانی کمیټۍ نن په رسمی ډول د ګوند مشر عمران خان د پارلمانی مشر او د پاکستان د راتلونکی لومړی وزیر په توګه کاندید کړ .
دپاکستان دتحریک انصاف یوه(۱) لوړرتبه مشر ډاکټر عارف علوی ددغه کمیټۍ له غونډې مخکې وویل د لومړی وزارت لپاره دعمران خان په رسمی ډول کاندید کول یو(۱) تشریفاتی کار دی ځکه چې د پارلمانی کمیټۍ ټول یو سل شل(۱۲۰) غړی د لومړی وزارت لپاره دعمران خان د کاندید کیدا په اړه یوشان نظر لری .
هغه وویل د کابینې دغړیو په اړه فاینل فیصله به په خپله عمران خان وکړی .
دپاکستان دتحریک انصاف د پارلمانی کمیټۍ غونډه چې کله شروع شوه نو شاه محمود قریشی د ګوند دپارلمانی مشر د جوړیدا لپاره دعمران خان د کاندید کیدا په ملاتړ کښې یوه(۱) لایحه وړاندې کړه چې په اکثریت سره تصویب شوه .
د پاکستان دتحریک انصف دپارلمانی کمیټۍ له غونډې وروسته عمران خان هم وویل نن ما ته ستر مسولیت راسپارل شوی دی او نن د دوه ویشت(۲۲)کلن کوشش لومړی پړاو بشپړه شوی دی او خدای پاک ماته اخلاقی بریالیتوب را په برخه کړی دی .