دپاکستان شیعه مسلمانانو ستره غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75373-دپاکستان_شیعه_مسلمانانو_ستره_غونډه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر سید عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې په مناسبت د مظلومانو د ملاتړ په نوم سره د شیعه مسلمانانو کلنۍ غونډه په اسلام اباد کښې جوړه شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2018 11:45 Asia/Kabul
  • د اګست دمیاشتې پینځمه(۵) نیټه د علامه عارف حسین الحسیني د شهادت د کلیزې په مناست د پاکستان دشیعه مسلمانانو  د ورځې په توګه نومول شوي ده .
    د اګست دمیاشتې پینځمه(۵) نیټه د علامه عارف حسین الحسیني د شهادت د کلیزې په مناست د پاکستان دشیعه مسلمانانو د ورځې په توګه نومول شوي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر سید عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې په مناسبت د مظلومانو د ملاتړ په نوم سره د شیعه مسلمانانو کلنۍ غونډه په اسلام اباد کښې جوړه شوه .

دغه کلنۍ غونډه د علامه عارف حسین الحسینی د شهادت له دیرشمې(۳۰) کلیزې سره په یووخت د مجلس وحدت مسلمین لخوا په اسلام اباد ښار کښې دپوځ د پریډ(Parade) یعنی د رسم ګذشت د ترسره کیدا په ځاې کښې وشوې .

ددغه کلنۍ دغونډې د ویناو اصلی چورلیز داسلامی امت د وحدت او یوزړه توب د پیاوړتیا ضرورت ، په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو د ټولنې پیوستون ،  د اسلامی نړۍ پرضد دصهیونیسټ رژیم او د امریکا د دسیسو په اړه خبرداری او د  سوریې ، یمن ، فلسطین او دکشمیر دحالاتو په اړه د حقیقتونو ایشوا کول وو .

د اګست دمیاشتې پینځمه(۵) نیټه د علامه عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې په مناست د پاکستان دشیعه مسلمانانو  د ورځې په توګه نومول شوی ده .