د پاکستان په شمال کی د دریو پولیسو وژل کیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75490-د_پاکستان_په_شمال_کی_د_دریو_پولیسو_وژل_کیدل
د پاکستان امنیتی مقامونو د یاد هیواد په شمال کی د امنیتی ځواکونو د تلاښۍ په پوستې د نا پیژاندو وسله والو کسانو په حمله کی د دریو پولیسو د وژلی خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2018 07:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان په شمال کی د دریو پولیسو وژل کیدل

د پاکستان امنیتی مقامونو د یاد هیواد په شمال کی د امنیتی ځواکونو د تلاښۍ په پوستې د نا پیژاندو وسله والو کسانو په حمله کی د دریو پولیسو د وژلی خبر ورکړ.

 

د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان رسنیو نن شنبه د« ګلګټ- بلتستان » د سیمی د پولیسو په نقل اعلان وکړ: دغه پیښه د تیری شپې په نیمایی وشوه، چی له کبله یی دوه امنیتی ځواکونه هم ټپیان شول.

د دغه راپور په اساس، پدغه حمله کی دوه وسله وال کسان د پولیسو له ځواکونو سره د اور تبادلې له کبله په هلاکت ورسیدل.

تر اوسه پوری کوم کس یا ډلې د دغې حملې پړه نه ده منلې، او د پاکستان د پوځ  ځواکونو په سیمه کی په حاضریدو سره د حالاتو کنټرول په لاس کی نیولئ دئ.

د ګلګټ- بلتستان سیمی خلګ د دولت د تبعیض ډک سیاست په نسبت اعتراض لری، او د رأیی ورکولو له حق څخه د برخمنیدو او په پارلمان کی د استازی لرلو غوښتونکی دی.