دسولې پایپ لاین دایران او پاکستان داقتصادی اړیکو پیاوړی کونکی دی
د سولې دپایپ لاین په نامه پاکستان ته له ایرانه د ګیس رسونې پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچه پیل شوې ده . او ایران د ۲۰۱۴کال د دستمبر ترپای پورې د خپلو ژمنو په اساس پاکستان ته د ګیسو دصادراتو پایپ لاین دپاکستان تر پولې پورې جوړ کړی ، خو پاکستان تر دې دمه پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی .
په پاکستان کې داسلامی ایران سفیر مهدی هنردوست د تیلو اوګیسو له اطلاع رسونې چینل سره په خصوصی خبرو کې ووئیل د امنیتی اواقتصادی مولفو په اساس دایران او پاکستان دګیسو دصادراتو دپایپ لاین پروژه دسمیې په سویه له نورو ورته پروژو سره دپرتلې وړ نه ده .
مهدی هنر دوست وئیلی دی ، د سولې دغه پایپ لاین د پاکستان مسلمان او ګاونډی هیواد داقتصادی اوهوساینې دشرائطو په ښه کولو اوپیاوړی کولو کې ډیر اغیزمن رول لوبولی شی . په پاکستان کې دایران سفیر روښانه کړې ، د تهران او اسلام اباد د دوو اړخیزو تجارتی اړیکو اوسنی زیاتیدونکی بهیر د پیاوړتیا، پراختیا او چټکتیا اهمیّت ته دواړه هیوادونه ډیره توجه کوی او دایران او پاکستان دسیاسی مشرانو اومسئولانو اراده د دغې موضو ع دپوره کیدا ملاتړې ده .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د ګیسو پایپ لاین یا دسولې پایپ لاین د دواړو هیوادونو ترمینځ اعتبار او اعتماد پیاوړی کوی ،ووئیل ، پاکستان ته دایران دګیسو منتقلیدا ،د ارزانې او دوامدارې انرژۍ پر تامنیدا سربیره ، دپاکستان اقتصادی څیره هم ډیره غوړولی شی .