د پاکستان لومړی وزیر نن لوړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75690-د_پاکستان_لومړی_وزیر_نن_لوړه_وکړه
زمونږخبریال وایی د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د ملی پارلمان دغړیو لخوا ددغه هیواد د دویشتم(22) لومړی وزیر په توګه انتخاب شوی وو نن په اسلام اباد کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د نوی لومړی وزیر په توګه سوګند پورته کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2018 06:56 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو .
    په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د ملی پارلمان دغړیو لخوا ددغه هیواد د دویشتم(22) لومړی وزیر په توګه انتخاب شوی وو نن په اسلام اباد کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د نوی لومړی وزیر په توګه سوګند پورته کړ.

د عمران خان دلوړې په مراسمو کښې د پوځ ، د هوایی ځواک او دسمندر ځواکونو  مشرانو ، لومړی وزیر ، دملی پارلمان مشر  ، دپنجاب صوبې د ولسی جرګې مشر  او دغه راز نورو لوړرتبه چارواکو او سندر غاړو ابرارالحق او سلمان احمد  هم ګډون وکړ .

د هندوستان د کرکټ لوبې پخوانی مشهور لوبغاړی ناوجت سینګ  سیدو (Navjot Singh Sidhu)  دپاکستان دکرکټ پخوانیو مشهورو لوبغاړو رامیز راجا، وسیم اکرم ، دفیلمونو ستوری جاوید شیخ وغیره هم ګډون وکړ .

په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو خو اوس حالات بدل شوی او دا ځل واک دتحریک انصاف لاس ته ورغلی دی .

دپاکستان د پنجاب صوبې د ولسی جرګې نوی مشر چوهدر پرویز الهی وویل مونږ هیله لرو چې عمران خان هغه ژمنې  چې کړی یې دی پوره کړی .

هغه وویل په عمران کښې قابلیت ، صلاحیت ، فکر او تفکر شته .