عمران خان د ټولو کسانو داحتساب خبره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75706-عمران_خان_د_ټولو_کسانو_داحتساب_خبره_وکړه
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل زه د خدای پاک ج په وړاندې ژمنه کوم چې دټولو کسانو به سم احتساب وشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 18, 2018 10:29 Asia/Kabul
  • شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد  پرلتې ووهي ،کانټیرونه ، ډوډۍ او کسان به مونږ ورته برابره کړو .
    شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد پرلتې ووهي ،کانټیرونه ، ډوډۍ او کسان به مونږ ورته برابره کړو .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل زه د خدای پاک ج په وړاندې ژمنه کوم چې دټولو کسانو به سم احتساب وشی .

هغه وویل زه تراوسه نه چا غولولی یم  او نه به مو څوک وغولوی او زه د خدای پاک ج په وړاندې ژمنه کوم چې د ټولو کسانو به سخت حساب کتاب وشی .

عمران خان وویل هیڅ غله ته به د ملی پخلاینې مصوبه ملاو نشی او زیاته یې کړه د واک په وسیله د پاکستان د پیسو  له  غلا کونکو  هغه خارج ته د شتمنیو  له وړونکو کسانو سره به  سخت چلند وشی او د عدالت منګولوته به وسپارل شی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاته کړه  ویل کیږی چې زه د ایسټبلیشمینټ (Establishment)سړی یم  او ویې ویل  زه هیڅ دیکتاتور نه یم روزلی او زه په خپلو پښو دریدا سره راغلی یم .

عمران خان وویل په انتخاباتو کښې د درغلۍ شورماشور کونکی کسان باید دانتخاباتو کمیسیون یا سترې محکمې ته ورشی مونږ یې مخه نه نیسو  او په کوم ډول چې تحقیقات کیږی مونږ به ورسره مرسته وکړو .

هغه وویل شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په انتخاباتو کښې ددرغلۍ پرضد  پرلتې ووهی ،کانټیرونه ، ډوډۍ او کسان به مونږ ورته برابره کړو .