د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو په اسلام آباد کښې سره وکتل
د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو په ننۍ کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د لاروچارو او همداشان د سیمه ایزو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو نن په اسلام آباد کښې له خپل مینځني کتنې وروسته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د لوړرتبه مسئولانو په دوه اړخیزه غونډه کښې ګډون وکړ او د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
د پاکستان خارجه وزیر له خپل ترک همرتبه سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کښې وویل: د اسلام آباد او انقرې اړیکې له سفارتي کچې لا لوړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم د پاکستاني او ترک خارجه وزرانو له کتنې او خبرې غونډې وروسته وویل: دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ایزې صلحې او ثبات د پراختیا لپاره خپله ملګرتیا زیاته کړي.
د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو چې بیګا اسلام آباد ته رسیدلی، د پاکستان له وزیراعظم عمران خان او ولسمشر سره به هم ملاقاتونه کوي.