د پاکستان وزیراعظم نن له سعودي ولیعهد سره کتنه لري
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې بیګا د عربستان مدینې منورې ته رسیدلی، نن به په جده کښې د عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کوي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته په خپل وړومبني بهرني سفر کښې بیګا مدینې منورې ته لاړ او د دغه ښار د تقدس په خاطر یې خپل بوټونه وویستل او پښې ابلې روان شو.
په مدینه کښې د دغه ښار ګورنر شهزاده فیصل بن سلمان د عمران خان هرکلی وکړ. هغه له ملګري پلاوي سره یوځاې د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د پاکې روضې زیارت ته لاړ، هلته یې د ماښام لمونځ او نفلونه وکړل او بیا د عربستان جدې ښار ته روان شو.
رارسیدلي خبرونه وايي چې په مدینه منوره کښې د عمران خان ډیر تود هرکلی وشه او په خصوصي توګه ورته د رسول ا... مبارک د روضې دروازه پرانیستله شوه. په مدینه منوره کښې موجودو پاکستانیانو هم د خپل وزیراعظم په لیدو خوښي څرګنده کړه او د (عمران خان زنده باد) چغې یې پورته کړې.