دامریکا او پاکستان ترمینځ درز دواړو هیوادونو ته تاوان رسولی دی
دپاکستان خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د عمران خان حکومت یوازې د پاکستان د ولس او ملی ګټو لپاره ګامو پورته کوی ،روښانه کړې ، اسلام اباد له نورو هیوادونو سره یوشان او دنورو په داخلی چارو کې له لاسوهنو پرته اړیکو ته اهمیّت ورکوی .
ایرنا خبری آژانس راپورو ورکړ دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی چې دملګروملتو په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی ،بیګا ئې له خبریالانو سره په خبرو کې وئیلی دی ، اسلام ا باد له واشنګټن سره د ګډو ګټو او د متقابل احترام په اساس داړیکو پراختیا غواړی .
دپاکستان خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د عمران خان حکومت یوازې د پاکستان د ولس او ملی ګټو لپاره ګامو پورته کوی ،روښانه کړې ، اسلام اباد له نورو هیوادونو سره یوشان او دنورو په داخلی چارو کې له لاسوهنو پرته اړیکو ته اهمیّت ورکوی .
د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې د تیر کال له اګست میاشتې راهسې او دپاکستان په ضد د امریکا د ولسمشر له تور لګونې وروسته ترینګلی شوی دی . ډ ونالډ ټرمپ پخپلې نوی سټراټژۍ کې پاکستان په افغانستان کې ګډوډی رامینځةکونکو ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړ ی دی .
دامریکا دولسمشر تورونه د پآکستان د حکومت ، ګوندونو اوولس له سخت غبرګون سره مخ شوی وې .
دپاکستان خارجه وزیر همداراز وئیلی دی ، اسلام اباد په جنوبی آسیا سیمې کې دامنیت د تامینولو لپاره له هندی چارواکو سره هر ډ ول خبرواترو ته تیار دی . دا په بیلابیلو زمینو کې له هندوستان سره د خبرواترو لپاره د دپاکستان د نوی خارجه وزیر د وهم ځل غوښتنه ده . خو بیا هم هندی چارواکو دپاکستان دنوی حکومت دسولې دخبرواترو غوښتنه رد کړې ده