د فلسطینیانو په ملاتړ د انګلستان زرګونو خلکو لاریونونه وکړل
پارس ټوډې - د فلسطین د ولس پلویان د غزې تړانګې د بشري وضعیت په اعتراض کې د انګلستان په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته ووتل.
د پارستودي د راپور له مخې، د انګلستان په منچسټر ښار کې سلګونو فلسطین پلوه کسانو په یوه لاریون کې د غزې په تړانګې کې د سمدستي اوربند او له صهیونیسټي رژیمه د انګلستان د حکومت د ملاتړ پاي ته د رسېدو غوښتنه وکړه.
په عین حال کې، د انګلستان په شمال کې د «پرېسټن» شاهي محکمې مخې ته هم سلګونه کسان غونډ شول.دوی د فلسطین له خلکو سره خپل ملاتړ اعلان کړ او له پنځو فلسطین پلوه فعالانو سره ئې پیوستون څرګند کړ؛ دغه فعالان د «بارکلیز» بانک د اسرائیلي وسلو جوړوونکې شرکت «البیت سیستمز» سره د مالي اړیکو پر ضد د اعتراض په دلیل محاکمه کېږي.
همدارنګه، په لندن کې د صهیونیسټي رژیم د سفارت مخې ته په یوه لاریون کې اعتراض کوونکي د غزې د خلکو په ملاتړ کې غونډ شول او په دغې سیمې کې ئې د بریدونو د درولو او د کلابندۍ پای ته د رسېدو غوښتنه وکړه.
د لاریون «د غزې د خلکو په لوږې سره له وژلو لاس واخلئ» او «نسلوژنه ودروئ»؛ په څير په شعارونو مشتمل پلې کارډونه له ځان سره وړل ،هغوی په دې توګه په غزې کې د بشري وضعیت پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړ او ګواښ ئې وکړ چې د انګلستان حکومت دې له تیریګر صهیونیسټي ر ژیمه خپل ملاتړ او د وسلو لیږد پاي ته ورسوي.