دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان د یولسوترهه ګرو دپانسۍحکم تائیدکړ
ائی ایس پی آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دغه ترهه ګر دغه راز پر تعلیمی ادارو او ښاریزو په حملو کې او دلسګونو کسانو په وژلو تورن دی چې وئیل کیږی ، کابو یو سل پنځلس کسان ئې وژلی او دغه راز کابو یونیم سل نور ئې ټپیان کړی هم دی . دا هم وئیل شوی چې دترهه ګرو له سپیرومنګولو زیات شمیر وسله ،مهمات ،تجهیزات او چاودیدونکی توکی هم ترګوتو شوی دی
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله رابورراکړ دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه دهغو یولسو ترهه ګرو د پانسۍ فیصله تائید کړې ، چې د پوځ ،پولیسو او امنیتی ا دارو او دعامو ځایونو په ضد په ترهه ګرو حملو او وژلو تورن وو .