پاکستان دافغان کډوالو لپاره جامعه سټراټژی جوړوی
باید دکډوالو دبیرته ستنیدو لپاره او دهغوی د کار روزګار پخپل هیواد کې دبرابرولو لپاره کار وشی څو پخپل هیواد کې دخپل کور دآبادولو لپاره زیار وباسی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین چوهدری پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په پاکستان کې کابو نهه لکه افغان کډوال په قانونی توګه دیره دی او کابو پنځه لکه نور هم په غیر قانونی ډول اوسیږی ، فیصله شوې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د دیره کیدا په تمدیدو سره په دې باب یوه جامعه سټراټژی برابره شی.
دپاکستان داطلاعاتو وزیر وئیلی دی ، اسلام اباد په روان میلادی کال کې دڅوم ځل لپاره دافغان کډوالو د پاتیکیدو نیټه تمدید کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په همداوروستیو کې کراچۍ په سفر کې وئیلی وو ،نیّت لری ، هغو ټولو افغانانو ته چې په دغه هیواد کې زیږیدلی دی ، پاکستانی تابعیّت ورکړی ، چې دغې چارې دپاکستان د زیاتره خلکو او سیاسی چارواکو سخت غبرګون راپارولی او وئیلی ئې دی ، باید دکډوالو دبیرته ستنیدو لپاره او دهغوی د کار روزګار پخپل هیواد کې دبرابرولو لپاره کار وشی څو پخپل هیواد کې دخپل کور دآبادولو لپاره زیار وباسی .