په پاکستان کې مو دانتخاباتی درغلیو د ارزونې لپاره کمیشن جوړکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76850-په_پاکستان_کې_مو_دانتخاباتی_درغلیو_د_ارزونې_لپاره_کمیشن_جوړکړ
دپاکستان دپارلیمان په وروستیو انتخاباتو کې دمسلم لیګ او پیپلز ګوند مشهورې څیرې پارلیمان ته په رسیدو کې پاتې راغلی او دغه راز په حکومتی څوکیو تکیه کونکی مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزئ په څیر کسان هم په پارلیمانی انتخاباتو کې ناکام شوی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2018 08:49 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې مو دانتخاباتی درغلیو د ارزونې لپاره کمیشن جوړکړ

دپاکستان دپارلیمان په وروستیو انتخاباتو کې دمسلم لیګ او پیپلز ګوند مشهورې څیرې پارلیمان ته په رسیدو کې پاتې راغلی او دغه راز په حکومتی څوکیو تکیه کونکی مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزئ په څیر کسان هم په پارلیمانی انتخاباتو کې ناکام شوی دی

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان  لومړی وزیر عمران خان  د سیاسی ګوندونو  غوښتنو ته په پام سره   په تیرو انتخاباتو کې د درغلیو د ارزونې  لپاره   دپارلیمانی کمیشن   دجوړولو حکم ورکړی دی .

 د دغه کمیشن   مسئولیّت  دپاکسان دفاع وزیر  پرویز خټک ته سپارل شوی او  په دغه کمیشن کې  د پاکستان مشرانو اوولسی جرګو  څلورویشت استازی  ئې  غړی دی .

  عمران  خان   د دغه هیواد په پارلیمانی انتخاباتو کې  دبریالیتوب  په لومړنۍ ورځې  وئیلی وو ، هرڅوک چې  دانتخاباتو  په نتیجې  اعتراض لری ،  نو د رایو  دبیا شمیرلو  غوښتنه دې وکړی  او  تحریک انصاف  واکمن ګوند ئې منی .

دالومړنی ځل دی  چې  دپاکستان په تاریخ کې  یو حکومت  منی چې د اپوزیشن ګوندونو  له خوا  په شوو انتخاباتو کې د درغلۍ  تورونه  پخپله ارزوی  او  د دغه کار لپاره  ئې پارلیمانی  کمیشن  جوړ وی .