امریکاپخپلوناکامیو دبرغولی دکیښودلولپاره پاکستان قربانی کوي
شاه محمود قریشی وئیلی دی ، مونږ غواړو په افغانستان کې مثبت رول ولوبوو ،خو افغانستان یوازې د پاکستان مسئولیّت هم نه دی .
زمونږخبریال ددنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په نیویارک کې د ایشیا سوسایټۍ په کوربتوب په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، په سیمې کې د امریکا ترجیحات بدل شوی دی او نوی دوستان ئې پیدا کړی دی .
دپاکستان خارجه وزیر په عین حال کې وئیلی دی ، که امریکا غواړی ، مونږ ورسره ملګرتیا وکړو، نو پکاری خپل دوست هندوستان دامن اوسولې خبرواترو ته راضی کړی . دجنوبی آسیا درست هیوادونه ئې برمته کړی دی .
راپور ښئ شاه محمود قریشی وئیلی دی ، مونږ غواړو په افغانستان کې مثبت رول ولوبوو ،خو افغانستان یوازې د پاکستان مسئولیّت هم نه دی .
هغه دغه راز وئیلی له امریکا سره د اړیکو دښه کولو لپاره دغه هیواد کې یم ، مونږ پر امریکا واضحه کړې ده ، چې هم څه کولی شو اوڅه نه شو کولی . هغه په ډاګه کړې ، امریکا هڅه کوی دخپلو ناکامیو باندې دبرغولی دکیښودلو لپاره غواړی له پاکستانه دقربانۍ پسۀ جوړ کړی . پاکستان هرکله چې دمریکا تر څنګ ولاړ دی ،نو امریکا ته ئې ګټه رسولې ده چې باید امریکا ئې ومنی .
له دې مخکې هم دپاکستان خارجه وزیر رسنیو سره په خبرو کې وئیلی وو ، چې پاکستان په سیمې کې امن غواړی ، خو بل پلوه هندوستان دسولې دخبرو اترو له لارې تښتی او دخبرو په میز نشی کیښناستلی او پر کشمیر سربیره اوس غواړی افغانستان هم ناکراره کړی او په دغه هیواد کې هم خپل منفی رول ولوبوی .