دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری
-
واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او دثبات لپاره له پاکستان سره ملګرتیا ته تیار دی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری .
شاه محمود قریشی دافغانستان دسولې په بهیر کښې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره سره په کتنې کښې د افغانستان د کړکیچ لپاره دسیاسی حل لارې د رامینځته کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
دافغانستان دسولې په بهیر کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم وویل واشنګټن په افغانستان کښې د سولې او دثبات لپاره له پاکستان سره ملګرتیا ته تیار دی .
د زلمی خلیل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې امریکا دافغانستان په اولس(۱۷) کلن جنګ کښې ښودلی ده نه یوازې ددغه هیواد د جنګ د ختمولو او د سولې او د امنیت دټینګیدا جوګه نه ده بلکې واشنګټن په دغه هیواد کښې دناامنیو په زیاتولو کښې مهم رول لری او دا ډول څرګندونې یوازې دافغانستان د خلکو د لسمولو او د عمومی افکارو د دوکه کولو لپاره دی چې له دې لارې په افغانستان کښې خپل پوځی شتون توجیه کړی .