پاکستان له چین څخه ډرون اخلي
Oct 09, 2018 07:30 Asia/Kabul
د چین رسنیو په پاکستان باندې د چین د جوړو لس هاؤ بې پایلټه الوتکو د خرڅون خبر ورکړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د چین واکمن ارګان ګلوبل ټایمز نن په یو رپورټ کښې په دې خبرې سره چې دا وړومبی ځل دی چې د چین او پاکستان ترمینځ دومره ستره پوځي معامله کیږي، وویل: اسلام آباد د دې بې پایلټه الوتکو پیرلو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
د پاکستان د هوايي ځواک د رپورټ له مخې، د دې ډرونز اخیستل د پاکستان د پوځي توان د پیاوړتیا لپاره ډیر ارزښتناک دی.
پاکستان او چین چې په سیاسي، تجارتي او اقتصادي برخو کښې پراخې اړیکې لري، اوس د پوځي او دفاعي ملګرتیا د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لوړ ګامونه پورته کوي او بیجنګ ته د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سفر د همدې چارې ښودونکی دی.
ټیګونه