د پاکستان او دایران دګازو پروژه باید زر اجرا شی
-
امریکا او په تیره بیا سعودي عربستان د ایران او دپاکستان د ګازو د پروژې د بشپړیدا په لاره کښې خنډونه جوړوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د مشرانو جرګې استازی «سید شبلی فراز» پرون په دې خبرې سره چې ایران او پاکستان د دوو(۲) دوستو او ګاونډیو هیوادونو په توګه ډیرې ګډولې لری وویل
د دوستۍ دنل لیکې په نوم د ایران او دپاکستان دګازو پایپ لاین ددواړو هیوادونو دخلکو د ډیرې دوستۍ او ارتباط زمینه برابروی .
هغه په پاکستان کښې دګازو او د انرژۍ کمښت ته په اشارې سره وویل د ارزانه او پاکو سونګو په توګه طبیعی ګاز کولای شی د پاکستان د پرمختګ او دترقۍ لاره هواره کړی .
د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او دتحریک انصاف دغه مشر سید شبلی فراز وویل د اسلام اباد حکومت طبیعی ګاز په مناسبه بیه له ایران څخه اخیستلی او هغه د خپل اقتصاد او دصنعت د غوړیدا لپاره استعمالولی شی .
امریکا او په تیره بیا سعودی عربستان د ایران او دپاکستان د ګازو د پروژې د بشپړیدا په لاره کښې خنډونه جوړوی او په اسلام اباد دباو راولی دغه پروژه اجرا نکړی .