هندی پوځ دې داسلام اباد د غچ اخستونکو حملو په تمه ووسي
هند او پاکستان په کشمیر کنټرول لاین کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا سره تل یو بل داوور بند په خلاف ورزیو تورنوی . هند اوپاکستان په ۲۰۰۳کال کې له یوه بل سره د اوور بند تړون لاسلیک کړی خو دواړه هیوادونه د کشمیر په شمول دځینو موردونو په باب سره سخت اختلاف لری ، چې څو ځله سره ښکر په ښکر هم شوی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دپآکستان د پوځ ویندوی جنرال آصف غفور نن په یولړ څرګندونو کې هندوستان ته خبرداری ورکړی ، که نوی ډیلی دپاکستان په خاورې کې هدفمنو حملو ته دوام ورکړی ، نو باید د اسلام ا باد دقدرت غچ اخستونکو حملو په تمه دې هم ووسی .
جنرال آصف غفور دغه راز ووئیل ، هندی پوله ساتونکو تیره ورځ دکشمیر کنټرول لاین په اوږدو کې پر پاکستانیو هستوګنو سیمو حملې کړی ، چې له امله ئې دماشومانو پشمول یوشمیر کسان ټپیان شوی دی .
هغه دغه راز وئیلی هندوستان د اوور بند په کرتو خلاف ورزی کړې خو بیا هم خپلې خلاف ورزۍ بر نورو د تپلو هڅه کوی ،باید اوور بند دتړون دې پابندی وکړی .