د ايران د تښتول شويو پوله ايزو ځواکونوپه تعقيبونې د پاکستان تاکيد
د پاکستان د خارجه وزارت وياند د ايران د ميرجاوې په زيرو پوائنټ سيمه کښې د ايراني تښتول شويو ځواکونو د پېدا کولو د موضوع په تعقيبولو تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد فېصل پرون د په ميرجاوه پوله کښې د ايراني پوله ساتونکو د تښتولو په اړه د يوې بيانيې په جاري کولو سره په دې باره کښې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، پاکستان دغه موضوع په جديت سره تعقيبوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند په خپله بيانيه کښې وويل: د ايران او پاکستان پوله ايزو ځواکونه د هغه ګډ ميکانېزم مطابق چې په تېر ۲۰۱۷ کال کښې په دې اړه موافقې ته ورسېدل د فعاليت او ملګرتيا په حال کښې دي چې معلومه کړي چې دغه ايراني پوله ساتونکي په کوم کښې ځاے کښې دي.
د تېر ګل د ورځې په ماښام د ايران د ميرجاوې په زيرو پوائنت سيمه کښې پراته يو شمېر ولسي او پوله ايز ځواکونه د انقلاب د مخالفې ډلګې د عناصرو لخوا وتښتول شول او د پاکستان خاورې ته يې بوتلل.