پاکستان:د پوله ساتونکوآزادولو لپاره له ايران سره ملګرتيا ته چمتو يوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77408-پاکستان_د_پوله_ساتونکوآزادولو_لپاره_له_ايران_سره_ملګرتيا_ته_چمتو_يوو
د پاکستان حکومت په ګډه پوله کښې د يوې ترهه ګرې ډلې لخوا د تښتول شويو ايراني پوله ساتونکو د ازادولو په خاطر د ايران له اسلامي جمهوريت سره د ملګرتيا لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2018 01:56 Asia/Kabul
  • پاکستان:د پوله ساتونکوآزادولو لپاره له ايران سره ملګرتيا ته چمتو يوو

د پاکستان حکومت په ګډه پوله کښې د يوې ترهه ګرې ډلې لخوا د تښتول شويو ايراني پوله ساتونکو د ازادولو په خاطر د ايران له اسلامي جمهوريت سره د ملګرتيا لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت وياند پرون مازيګر له خبريالانو سره په خپله اونيزه غونډه کښې په زيروپوائنټ پوله ايزه سيمه کښې د ترهه ګرې ډلې لخوا د يو شمېر ايراني پوله ساتونکو په تښتول کېدو د افسوس په څرګندولو سره وويل، د دواړو هېوادونو سياسي او امنيتي چارواکي د ايراني پوله ساتونکو د تښتول کېدو په باره کښې په ټيلفوني تماسونو کښې د نظر د تبادلې په حال کښې دي.

محمد فېصل وويل د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي خپل ايراني همسنګ ته اطمينان ورکړ چې د پاکستان فوځي او امنيتي ځواکونه د ايران له امنيتي او پوله ايزو ځواکونو سره په ګډې ملګرتيا سره کوشش کوي چې د تښتول شويو کسانو د برخليک څه خبر ترلاسه کړي.

د پاکستان د خارجه وزارت وياندوويل، د تښتول شويو کسانو او د ترهه ګرو د پټېدو د ځايونو د موندلو لپاره زمکني او هوائي عمليات هم هغه شان دوام لري. فېصل وويل: دغه پېښه د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن کار دے ، ځکه چې هغوي دې خبرې چې دواړه ګاونډي هېوادونه يو بل ته نزدې شوي دي سخت خفه دي.