د پاکستان لومړې وزیر عمران خان بیا عربستان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77423-د_پاکستان_لومړې_وزیر_عمران_خان_بیا_عربستان_ته_ورځی
دغه راپور زیاتوی چی عمران خان د سعودی باچا ملک سلمان په خصوصی بلنه په دغه اقتصادی کانفرنس کی ګډون کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2018 12:48 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړې وزیر عمران خان بیا عربستان ته ورځی

دغه راپور زیاتوی چی عمران خان د سعودی باچا ملک سلمان په خصوصی بلنه په دغه اقتصادی کانفرنس کی ګډون کوی

 

د پاکستان رسندویو د خارجه وزارت د ویندوی له قوله راپور ورکړ چی  عمران خان به د اکتوبر په ۲۳ نیټه په سعودی عربستان کی په اقتصادی غونډه کی ګډون وکړی . دغه راپور زیاتوی چی عمران خان د سعودی باچا ملک سلمان په خصوصی بلنه  په دغه اقتصادی کانفرنس کی ګډون کوی .  نوموړی غونډه به  د اکتوبر له ۲۳ تر ۲۵ نیټې پورې  په ریاض کی ترسره شی . په دغه غونډه کی د  عمران خان د ګډون هدف د پاکستان د پانګونې او اقتصادی صلاحیت ښودل دی . هغه به په دغه سفر کی د عربستان له باچا ملک سلمان سره هم کتنه وکړی .

دا په داسې حال کی دی چی د ترکیې په کونسلیټ کې د جمال خاشقجی له وژلې وروسته په عربستان داخلی او نړیوال دباونه زیات شوی دی او د امریکا ، انګلستان ، فرانسې او نورو اروپایی هیوادونو په شمول د نړۍ سترو شرکتونو په دغه کانفرنس کی له ګډونه ډډه کړی ده او ویل کیږی چی دغه کانفرنس به یو ناکامه کانفرنس وی .