دپاکستان دبریښناتولیدونکو ډیمونوپه پروژوکې دایران خصوصی برخه پانګونې ته تیاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77441-دپاکستان_دبریښناتولیدونکو_ډیمونوپه_پروژوکې_دایران_خصوصی_برخه_پانګونې_ته_تیاره_ده
محمد باقر بیګی دایران او پاکستان د اړیکو دبهیر دښه کیدا او دهغو د پراختیا د اهمیّت په بیانولو سره وئیلی دی ، پاکستان ته د اسلامی ایران د ولسمشر د تیر کال سفر او دغه راز دپآکستان د نوی حکومت له جوړیدا سره په یووخت دغه هیواد ته دایران دخارجه وزیر وروستی سفر د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې دایران د کلک هوډ او دلچسپۍ ښودنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2018 11:03 Asia/Kabul
  • دپاکستان دبریښناتولیدونکو ډیمونوپه پروژوکې دایران خصوصی برخه پانګونې ته تیاره ده

محمد باقر بیګی دایران او پاکستان د اړیکو دبهیر دښه کیدا او دهغو د پراختیا د اهمیّت په بیانولو سره وئیلی دی ، پاکستان ته د اسلامی ایران د ولسمشر د تیر کال سفر او دغه راز دپآکستان د نوی حکومت له جوړیدا سره په یووخت دغه هیواد ته دایران دخارجه وزیر وروستی سفر د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې دایران د کلک هوډ او دلچسپۍ ښودنه کوی .

دپاکستان په  پیښور کې د اسلامی ایران  سرکنسول  ایرنا خبری آ ژانس سره په خبرو کې  دپاکستان په خیبر پختونخواه صوبې  کې   دایران د خصوصی برخې  د  ملګرتیا او فعالیت   ډیرو ظرفیّتونو په بیانولو سره  وئیلی دی ، ایرانی پانګوال   له پاکستانیو لورو سره  د تیلواو ګیسو ،کرهڼې ، پیټروکیمیکل، سلیکان ،  خوراکی موادو ، پلاسټکی شیانو او د ودانیو د مصالو  په برخو کې ملګرتیا کولی شی .

  دپاکستان په پیښور کې  دایران سرکنسول  وئیلی دی ، ایرانی قالینې ، موکتونه، فرشونه ، کاشی  او سرامیک او سیمټ  په دغې صوبې کې ښه بازارونه لری ، او  دایران اقتصادی فعالان  په دغو بازارونو کې په شتون سره   د پاکستان او  په تیره بیا د دغې صوبې له بازاره  مناسبه ونډه ځان ته بیلولی شی .