د نوې صوبې جوړولو لپار د پاکستان د حکومت فېصله
د پاکستان د پنجاب صوبې وزيراعلی وويل، د پنجاب صوبې په جنوبي سيمه کښې د يوې نوې صوبې جوړول قطعي دي او حکومت د ضروري اقداماتو د تکميل په حال کښې دے.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې عثماد بزدار وويلو د دغې سيمې د خپلواکېدو لپاره د ضرورت وړ اقدامات په راتلونکو څو کلونو کښې تکميل شي.
د تحريک انصاف ګوند لوړ رتبه غړي وويل، مونږ په انتخاباتو کښې له کاميابۍ مخکې د پنجاب صوبې د جنوبي سيمې خلقو ته وعده وکړې وه چې په دغه سيمه کښې به يوه نوې صوبه ولري چې د هغوي له حقوقو څخه دفاع وکړي.
هغه وويل، د تحريک انصاف ګوند کوشش کوي خپلې ټولې انتخاباتي وعدې پوره کړي او په يوې جدا صوبې باندې د پنجاب صوبې د جنوبي سيمو بدلول په دې اړه وړومبنے ګام دے.
د پنجاب صوبې جنوبي سيمې د اقتصادی موقعيت له لحاظه په ډېر کمزوري حالت کښې شتون لري.