عمران خان: نړیوال دې د کشمیر مسالې ته جدي پام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77509-عمران_خان_نړیوال_دې_د_کشمیر_مسالې_ته_جدي_پام_وکړي
د پاکستان لومړي وزیر د کشمیر د بې ګناه خلکو په وژله کې  دهند دولت ځپونکې حملې وغندلې او پر وړاندې یې د نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2018 02:38 Asia/Kabul
  • عمران خان: نړیوال دې د کشمیر مسالې ته جدي پام وکړي

د پاکستان لومړي وزیر د کشمیر د بې ګناه خلکو په وژله کې  دهند دولت ځپونکې حملې وغندلې او پر وړاندې یې د نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه.

 

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې عمران خان د هند دامنیتي ځواکونو له خوا د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر د بې د فاع خلکو ځپنه  خواشینوونکي وبلله او وې ویل: نړیواله ټولنه باید د کشمیر د مسالې د هوارلي لپاره  لا زیات رول ولوبوي.

 د پاکستان لومړي وزیر  وویل: اوس د دې وخت رارسیدلی چې  ملګري ملتونه په خپله ژمنه عمل وکړي او د هند دولت مجبوره کړي چې د کشمیریانو په خلاف خپلې حملې پای ته ورسوي. د تحریک انصاف مشر ټینګار وکړ: اسلام اباد  به د کشمیر له مبارزو خلکو  خپلو سیاسي او انساني  ملاتړونو ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې  پرون د هندي ځواکونو له خوا د کشمیر دخلکو په ځپنه کې کابو څوارلس کسان ووژل شول چې شپږ پکې د یوې چاودنې له امله وژل شوې دي.

هند کلونه کیږي چې په کشمیر کې یې په زرګونو پوځیان ځای پرځای کړې او هره ورځ د کشمیر خلک وژني  په تیرو دریو لسیزو کې اته شپيته زره کشمیریانو د هندي ځواکونو په لاس وژل شوې دي.

د کشمیر خلک د دغه سیمې د برخلیک د ټاکلو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.