له پاکستان سره د عربستان دری میلیارد ډالریزه مرسته د څه لپاره؟
د پاکستان لمړی وزیر«عمران خان»، پداسی حال کی د عربستان د پاچاه«سلمان بن عبدالعزیز» په بلنه، په ریاض کی د پانګونی په نړیوال کنفرانس کی ګډون وکړ، چی د ترکیی په استانبول کی د عربستان په کنسولګرۍ کی، د آل سعود حکومت د مخالف خبریال «جمال خاشقجی» د وژل کیدو له کبله د لویدیځو هیوادونو او نړیوالو ارګانونو له خوا، بایکاټ شوئ ؤ.
عمران خان؛ چی د سوالګرۍ په کاسی سره ریاض ته تللئ ؤ، په کنفرانس کی د وینا له کولو وروسته یی، د عربستان له پاچاه او ولیعهد سره وکتل، او د دری میلیارد ډالریزې مرستې په ترلاسه کولو سره یی، خپل عزت نفس ترپښو لاندی کړ. که څه هم پاکستان، له مالی نظره؛ په ډیره سخته تنګسه کی دئ، خو ایمان او عزت نفس هم داسی یو څیز نه دئ؛ چی پداسی آسانۍ سره یو څوک له لاسه ورکړی. هغه کسان او هیوادونه، چی عزت نفس او ایمان ورته اهمیت ولری، په هیڅ بیې سره هغه نه زیانمنوی، خو له بده مرغه د پاکستان لمړی وزیر دا کار وکړ، او داسی یو هیواد ته یی پناه
یووړه؛ چی د هغه مشران د خاشقجی، او د خاشقجی په شان د سلګونو نورو کسانو د قتل اصلی عوامل دی. البته؛ نړیواله ټولنه د مخکنیو وژلو په وړاندی چپه پاتی وه، خو د جمال خاشقجی د قتل په هکله، نړیوالی ټولنی نور ونه شو کړای چپه خوله پاتی شی.
په هرحال پاکستان؛ د خپل عزت نفس او ایمان په پایمالولو سره، نه یواځی پدی نړیواله انزوا او ګوښی پاتی کیدو کی، د عربستان د مشرانو ملګرتیا ته ور ودانګل، بلکه حتماً په یمن کی یی د عربستان د ماتی د جبیره کولو لپاره هم ژمنی کړی دی.
که څه هم علناً او په قطعی توګه څرګنده نه ده؛ چی پاکستان دی یوه داسی ژمنه کړې وی، خو د شناندو له قوله؛ عربستان مخکی تر دې چی له نړیوالی شدیدې انزوا او ګوښه توب سره مخامخ شی، په سوریه؛ عراق او یمن کی په مختلفو پوځی میدانونو کی، د ماتی مزه هم څکلې ده. په پاکستان کی د نواز شریف د لمړی وزارت په دوره کی، یمن ته د پاکستانی ځواکونو د لیږلو په هکله مسئله، د یاد هیواد ملی پارلمان ته وسپارله شوه، چی پارلمان هم ورسره مخالفت وکړ، او د عربستان او نواز شریف اړیکی مخ په خرابیدو شوې. خو؛ اوس چی د عمران خان په صدر اعظمۍ د پاکستان نوئ حکومت، په شدیده توګه د بودجې له کمښت سره مخامخ شوئ دئ، او حتی نه شی کولای د پخوانیو پورونو سود، هیوادونو او بین المللی ارګانونو ته ورکړی، پداسی یو وضعیت کی چی د عربستان مشران؛ د هیوادونو ملاتړ ته سخته اړتیا لری، پاکستان د هغه مرستې ته ور ودانګل، هغه هم د نړیوالې ټولنې په اپوټه، د عربستان ترڅنګ ودرید او همداراز ممکنه ده د یمن په جګړه کی د مرستې کولو لپاره یی هم ژمنی کړی وی؛ ځکه چی د پاکستان تاریخ له داسی پیښو څخه ډک دئ. د یاد هیواد پوځ تل؛ په اجاره اخیستل شوئ دئ، که هغه په فلسطین کی وی چی د فلسطینیانو په عام قتلولو سره د تور سپټمبر تاریخ ثبت شو؛ که هغه د کعبی په کور کی وی، چی یو شمیر سیاسی مخالفانو د خدای په کور کی پناه اخیسې وه؛ او د پاکستان د پوځ د کوماندویانو په وسیله، د خدای په کور کی د وینې په بهیدو سره، هغوی ووژل شول، او همداراز په اتیامه میلادی لسیزه کی په افغانستان کی له شوروی سره په جګړه کی، او په همدی ډول د ۲۱ میلادی پیړۍ په پیل کی په یاد هیواد کی د تش په نامه ټروریزم سره په جنګ کی د پاکستان ځواکونه تر استفادی لاندی ونیول شول.