عمران خان دیمن دجنګ په ختمیدا ټینګار وکړ
Oct 25, 2018 01:44 Asia/Kabul
-
پاکستان په یمن کښې د ثبات په هدف سره د سعودي عربستان او دیمن ترمینځ د مینځګړیتوب کوشش کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په یمن کښې د جنګ او د نښتې د ختمولو لپاره دهڅو په دوام ټینګار وکړ .
هغه له یوه(۱) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دیمن کړکیچ ته په اشارې سره وویل اسلام اباد د اسلامی هیوادونو دنږدې کولو کوشش کوی او په همدې هدف سره په یمن کښې دجنګ د ختمولو لپاره نوی هڅې کوی .
عمران خان وویل پاکستان په یمن کښې د ثبات په هدف سره د سعودی عربستان او دیمن ترمینځ د مینځګړیتوب کوشش کوی .
سعودی عربستان د امریکا، د انګلستان ، دمتحده عربی اماراتو، اردن او د اسرائیلو وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .