له عربستانه د۱۲میلیارډډالری مرستوپه باب دې عمران خان توضیح ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77595-له_عربستانه_د۱۲میلیارډډالری_مرستوپه_باب_دې_عمران_خان_توضیح_ورکړی
سعودی عربستان ته د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان له وروستی دوهم سفر د عربستان له پاچا ملک سلمان سره دهغه دلیدوکاتو سره په یووخت اسلام اباد سره د ریاض له خوا د درې میلیارډ ډالرو نغدو او د تیلو دصادراتو په بڼه کې د نهه میلیارډډالری پور سره موافقه شوې ده . چې دپاکستان په سیاسی او رسندوئی ټولنو کې دغه شکمن پور یو لړ پوښتنې راولاړې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 25, 2018 11:22 Asia/Kabul
  • له عربستانه د۱۲میلیارډډالری مرستوپه باب دې عمران خان توضیح ورکړی

سعودی عربستان ته د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان له وروستی دوهم سفر د عربستان له پاچا ملک سلمان سره دهغه دلیدوکاتو سره په یووخت اسلام اباد سره د ریاض له خوا د درې میلیارډ ډالرو نغدو او د تیلو دصادراتو په بڼه کې د نهه میلیارډډالری پور سره موافقه شوې ده . چې دپاکستان په سیاسی او رسندوئی ټولنو کې دغه شکمن پور یو لړ پوښتنې راولاړې کړی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی،  د پاکستان  دمسلم لیګ ن څانګې  ویندوئې  میرمن مریّم اورنګزیب  نن  په یو لړ څرګندونو کې   له پاکستان سره د  دولس میلیارډ ډالرو مرستو سره  دسعودی عربستان   دموافقې په باب  وئیلی دی ، امکان نشته چې عربستان  اسلام اباد ته له کومې غوښتنې پرته  پور ورکړی . او په همدې دلیل  دې د پاکستان حکومت ،  د آل سعود  غوښتنه  په شفاف ډول اعلان کړی .  

 دپاکستان  دپیپلز ګوند یولوړپوړی مسئول  او مشرانو جرګې پخوانی مشر رضاربانی هم   له عربستانه  د  پور  د اخستو لپاره  د اسلام اباد  دحکومت   دفیصلې  په غبرګون کې  وئیلی دی ، دغه شان مهمې فیصلې باید  دپارلیمان په مشورې سره وشی ، خو   حکومت حتی  ولسی  استازی  د مشورو لایق هم نه ګڼی . 

 رضا ربانی زیاته کړې ،  دپاکستان ولس  نه پوهیږی ، چې  آل سعود کورنۍ  دکومو غوښتنو په وړاندې  تیار شوی ، اسلام اباد ته  دولس میلیارډ ډالری پور ورکړی ، او دا دمنلو وړ خبره نه ده .  