پاکستان به یمن ته نور عسکر ونه لیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77619-پاکستان_به_یمن_ته_نور_عسکر_ونه_لیږی
فارس خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی یمن ته د عسکرو داستولو لپاره داسلام اباد د حکومت د مخالفت خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2018 08:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو هم په ځلونو دیمن له مظلومو خلکو سره خواخوږي اعلان کړي ده .
    د پاکستان خلکو هم په ځلونو دیمن له مظلومو خلکو سره خواخوږي اعلان کړي ده .

فارس خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی یمن ته د عسکرو داستولو لپاره داسلام اباد د حکومت د مخالفت خبر ورکړ .

هغه پرون په دې خبرې سره چې پاکستان به یمن ته نور پوځیان ونه لیږی وویل اسلام اباد په یمن کښې له جنګ سره موافق نه دی .

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وویل په یمن د سعودی عربستان پوځی حملې او په دغه هیواد کښې جنګ باید پاې ته ورسیږی .

له دې مخکې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په یوې(۱) ټیلی ویژنې مرکې کښې دیمن کړکیچ ته په اشارې سره ویلی وو اسلام اباد د اسلامی هیوادونو د نږدې کولو هڅه کوی او په همدې هدف سره به په یمن کښې دجنګ د ختمولو لپاره نوی هڅې پیل کړی .

د پاکستان خلکو هم په ځلونو دیمن له مظلومو خلکو سره خواخوږی اعلان کړی ده او په دغه هیواد یې د عربستان د ال سعود رژیم د حملو د بندیدا غوښتنه کړی ده .