پاکستان دامریکا تورونه په کلکه رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77623-پاکستان_دامریکا_تورونه_په_کلکه_رد_کړل
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل له ترهګرۍ سره د اسلام اباد د ملګرتیا په اړه دامریکا د بهرنیو چارو دوزیر مایک پمپئو تورونه رد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2018 10:43 Asia/Kabul
  •  پاکستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته پناه ورکړي ده .
    پاکستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته پناه ورکړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل له ترهګرۍ سره د اسلام اباد د ملګرتیا په اړه دامریکا د بهرنیو چارو دوزیر مایک پمپئو تورونه رد کړل .

هغه د پاکستان په خاوره کښې له ترهګرو د اسلام اباد د ملاتړ په اړه دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو دوه(۱) ورځې مخکې تورونو ته په غبرګون کښې نن  ویل امریکا نشی کولای له دې لارې په پاکستان دباو راوړی  او په سیمه کښې خپلو هدفونو ته ورسیږی .

د پاکستان دخارجه وزارت ویاند محمد فیصل زیاته کړه د اسلام اباد کتنه په افغانستان کښې د سولې او دثبات ټینګیدل دی او پاکستان ددغه چارې د تحقق هڅه هم کړی ده .

د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د اکتوبر دمیاشتې په څلورویشتمه(۲۴) نیټه په پاکستان د تورونو دلګولو په دوام کښې اسلام اباد له ترهګرۍ سره د ملګرتیا په دوام تورن کړ او ویې ویل پاکستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته پناه ورکړی ده .

په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته د دغه هیواد چارواکو تراوسه په ځلونو پاکستان د افغانستان په ناکراریو په لاس لرلو او له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی خو پاکستان په ځلونو دامریکا تورونه رد کړی دی .